Asset 1SWN

ذبېح‌الله مجاهد پاکستان ته: له بې‌بنسټه او پاروونکو څرګندونو ډډه وکړئ

taliban-pakistan-cover

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پرون سه‌شنبه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، اسلامي امارت د پاکستان په ګډون ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي او پاکستان څخه یې غوښتنه کړې چې له پاروونکو او بې‌بنسټه څرګندونو ډډه وکړي.

ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې د تاسف وړ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د اسلامي امارت حکومت خپله ټوله هڅه کوي، څو د افغانستان خاوره د پاکستان او نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «موږ دې ته ژمن یوو، خو پاکستانی اړخ هم مسوولیت لري چې د وضعیت د کنټرول هڅې وکړي او له بې‌بنسټهاو پاروونکو څرګندونو څخه ډډه وکړي، ځکه داسې څرګندونې د هېڅ اړخ په ګټه نه دي.»

د اسلامي امارت ویاند همداراز زیاته کړې اسلامي امارت چې څه ډول افغانستان کې امن او ثبات غواړي، ټوله سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکی دی او دې برخه کې خپلې هڅې کوي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د پاکستان د دفاع وزارت خواجه محمداصف ویلي، له اسلامي امارت سره د شوې هوکړې خلاف د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر له جیو‌نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت حکومت پاکستان سره ژمنه کړې چې خاوره به یې د دغه هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکو اسلامي امارت تورن کړی چې د پاکستان تحریک طالبانو غړیو ته یې پناه ورکړې او دوی هم د افغانستان له خاورې پاکستان کې بریدونه کوي.

بل‌خوا د پاکستان د ملي امنیت شورا هم په یوې ناسته کې ټينګار کړی چې هېڅ هېواد اجازه نه لري، څو ترهګرو ته پټن‌ځایونه جوړ او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشري د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د ناستې په اړه په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت خوندیتوب لپاره له خپلو حقوقو استفاده وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناثنالله هم ادعا کړې وه چې د پاکستان تحریک طالبان غړي په افغانستان کې حضور لري او د اړتیا پر مهال به د دوی د ځپلو لپاره عملیات وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام