د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پر سرحدي سیمو د دغه هېواد د بریدونو په تړاو یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی دی. دغه وزارت د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستاني پوځیانو بریدونه غندلي او د دغو بریدونو پر مخنیوی یې ټینګار کړی.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان سفیر ته ویلي، د افغانستان پر خاورې د هغه هېواد د بریدونو دوام به د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړي او « د بد خواهانو او د مغرضو کړیو د استفادې سبب شي چې ناوره پایلې به ولري.»
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان سفیر ته اعتراضیهلیک هم ورکړل شو څو خپلو مشرانو ته یې وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر احمد شکیب احضار کړی دی. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر یې د «د سرحدي سیمو برید» په تړاو احضار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پاکستاني رسنیو د تېرې پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان په برید کې اوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د پاکستاني طالبانو د خوځښتونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده. د خبرپاڼې پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې برید کړی او د پېښې د عاملینو پر وړاندې یې د پرېکنده اقدام غوښتنه کړې ده. په همدې حال کې د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف ژمنه کړې چې په شمالي وزیرستان کې د اوو پاکستاني پوځیانو د وژلو عاملین به محاکمه کړي.
شهباز شریف په خپل ټویټر کې د وژل شویو پاکستاني پوځیانو ته درناوی کړی او زیاته کړې چې « د ترهګرۍ پر به وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.» د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان پولې ته څېرمه له پاکستاني طالبانو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ د یوه کاروان اوه سرتېري وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د څلورو پاکستاني طالبانو د وژلو خبر هم ورکړی دی. د پاکستان د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه نښته د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې د شمالي وزیرستان په اېشم سیمه کې رامنځته شوې ده. تراوسه کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت له شارژدافیر څخه غوښتي چې له کابل څخه دې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د دوه اړخیزو اړیکو د زیاتېدو غوښتنه وکړي. دغه وزارت په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر په داسې حال کې احضار کړی چې نن سهار پاکستاني پوځیانو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کمپ بمبار کړی دی.
پاکستاني پوځیانو پرون د کنړ ولایت په شلتن ولسوالي کې د استوګنې پر سیمو د توپخانهیې بریدونه کړي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
له خوست او کنړ څخه راسېدلي راپورونه په ډاګه کوي چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ ملکي وګړي په خوست او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کنړ کې ۵ ملکیان وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې له کلونو راهیسې پاکستان ډیورنډ کرښې دې غاړه سیمو باندې هوايي بریدونه کړي او په ځینو مواردو کې یې ځايي اوسېدونکي هم وژلي دي.