پر خوست او کنړ د پاکستان له خوا بریدونو کې شاوخوا ۳۵کسان وژل شوي

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالي د وزیرستاني کډوالو کمپ اوسېدونکي سلام وطندار ته وایي، د پاکستاني ځواکونو دوه الوتکې د شنبېپه ورځ د سهار ۳ بجې د دوی پر کورونو بمبار کړی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰کسان وژل شوي او له۱۵ زیات ټپیان دي.

لاریونوال: ايران کې د افغان کډوالو ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي

ایران کې افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي او ځورونې په غبرګون کې د اعتراضونو په دوام، د افغانستان « یو د بل منلو » ټولنیز سازماننن کابل کې د سوله‌ییز لاریون پرمهال اسلامي امارت او د ایران دولت څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو ستونزې دې د خبرو له لارې حلکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي او د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه خبرې کړي

هندي رسنیو نن راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی‌شنکر د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه پر خبرو سربېره د سیمې پر وضعیت د اوکراین د جګړې د اغېزو په اړه هم خبرې کړې دي.

 اسلامي امارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پر سرحدي سیمو د دغه هېواد د بریدونو په تړاو یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی دی. دغه وزارت د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستاني پوځیانو بریدونه غندلي او د دغو بریدونو پر مخنیوی یې ټینګار کړی.

پاکستان خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر سیمو هوايي بريدونه کړي

د خوست امنیتي چارواکي تاییدوي چې پاکستاني پوځیانو د دغه ولایت په سپېرې ولسوالي کې د وزیرستان کډوالو څلور کلي «مندته، امیر سپر، پڅي ميلې او شکوڼي» بمبار کړي. چارواکي وايي، برید مرګژوبله هم اړولې، خو تراوسه يې کره شمېرې نه دي په ډاګه شوي.