په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو دبریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما په خپل ټویټر کې لیکلي چې په خوست او کونړ ولایتونو کې د تېرې شپې د هوايي بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډوند ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه لري.
یوناما ټینګاړ کړی چې ملکي وګړي هېڅکله هدف نه دي. د ملګرو ملتونو سازمان د پلاوي دفتر مرستیال ویلي، هڅه کوي چې د پېښې پهځاې کې د حقایقو او د تلفاتو کچه معلومه کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځیانو پرون شپه د کنړ ولایت د شلتن ولسوالي پر استوګنو کورونو توپخانهیي بریدونه کړي چې پهترڅ کې یې دښځو او ماشونانو په ګډون ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.
ه خوست او کنړ څخه راسېدلي راپورونه په ډاګه کوي چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ ملکي وګړي پهخوست او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ ملکیان په کنړ کې وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پر سرحدي سیمو ددغههېواد د بریدونو په تړاو یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی دی. دغه وزارت د افغانستان پر سرحديسیمو دپاکستاني پوځیانو بریدونه غندلي او د دغو بریدونو پر مخنیوي یې ټینګار کړی.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان سفیر ته ویلي، د افغانستان پر خاورېدهغه هېواد د بریدونو دوام به د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړي او « د بد خواهانو او د مغرضو کړیو د استفادې سبب شي چېناورهپایلې به ولري.»
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان سفیر ته یې اعتراضیهلیک هم سپارلی څو خپلو مشرانو ته وسپاري.
په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم په خپل ټویټر کې لیکلي: « د افغانستان اسلامي امارت په خوست او کنړ کېپه میشتو کډوالو د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي. پر پاکستان غږ کوي په داسې مسایلو کې د افغانانو حوصلې مه ازمایئ او بیاورته اشتباه تکرار نه کړي کنه بدې پایلې به ولري.»
د اسلامي امارت ویاند ټینکار کړی چې ټول مسایل باید د سیاسي لارو حل شي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځیانو ننسهار په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر سیمو بمبار کړی.
دغهراز ، د خوست یو شمېر اوسېدونکي هم د شنبې په ورځ د دغه ولایت پر سرحدي سیمو د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په غبرګونلاریون وکړ. لاریون وال «مرګ پر پاکستان» شعارونه یې ورکول.