اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له لوري یې پر چارواکو د ویزو بندیز پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا پرېکړه یې غندلې ده.
په دې خبرپاڼه کې چې د ا.ا د ویاند ذبېحالله مجاهد پر ټویټر خپره شوې لیکل شوي چې امریکا دا پرېکړه پر افغانانو د زړهخوږي له مخې نهده کړې، بلکې په وینا یې، امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پلمې لټوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې افغانستان یو خپلواک او خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو ته ژمن هېواد دی او د نظام د ادارې لپاره خپل سیاسي، کلتوري، ټولنیز، اقتصادي او ښوونیز اصول لري چې په خبره یې، هېچا ته به پهکې د لاسوهنې اجازه ور نهکړي.
امریکا څو ورځې وړاندې د ا.ا د پخوانیو او اوسنیو چارواکو په ګډون، یوشمېر هغو کسانو ته هم د ویزو پر ورکولو بندیز ولګاوه چې په وینا یې، افغانستان کې د نجونو ښځو پر وړاندې جوړو شویو پالیسیو او لګېدلیو محدودیتونو کې ښکېل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې ا.ا د بشري حقونو په برخه کې له خپلو ژمنو سره سره افغانستان کې له شپږم ټولګي نه پورته نجونو ته د زدهکړو حق نهدی ورکړی، پر ښځو یې محدودیتونه لګولي او د هغوی ټولنیز او سیاسي حقونه یې نهدي ورکړي.