د امریکا دفاع وزارت وايي، له افغانستانه په خوندي توګه د سرتېرو را وتلو لپاره ښايي په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، اوس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو را وتلو لپاره د نورو سرتېرو مرستې ته اړتیا ده او په دې برخه کې د جو بایډن د لارښوونې ښه پلي کېدو لپاره د خپلو ځواکونو شمېر زیاتوي.

د کربي په خبره، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر زیاتوالی به د لنډې مودې لپاره وي، څو سرتېري په خوندي توګه د روان کال د سپټمبر میاشتې له یوولسمې پورې راووځي.

هغه زیاته کړې، امریکا او افغانستان اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اړیکو پر څرنګوالي کار کوي او په وینا یې، اوس نه شي ویلی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د څه ډول قرارداد ته اړتیا لري.

 د نوموړي په وینا، امریکا به د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي.

امریکا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري لري. امریکايي چارواکو طالبانو ته خبرداری ورکړی، که د سرتېرو را وتلو پر مهال پر هغوی برید وکړي، په ټول توان او امکاناتو به سخت ځواب ورکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستانه د سرتېرو راوتلو لړۍ به یې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر تر ۱۱مې پورې به پای ته ورسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام