د امریکا ولسمشر جو بایډن بېګاه د افغانستان په اړه خبرې کړي او په وینا یې، لس کاله کېږي چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وژل شوی او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ومومي او امریکايي ځواکونه بېرته هېواد ته را وګرځي.

د نوموړي په وینا، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو لړۍ به د روان میلادي کال د سپټمبر تر یوولسمې چې د نیویارک پر لوړپوړو ودانیو د القاده شبکې د بریدونو له شلم تلین سره برابره ده، پای ته ورسېږي.

بایډن ټینګار کړی چې امریکا به د خپلو ځواکونو له اېستلو وروسته له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، خو په خبره یې، دا ملاتړ به نظامي نه، بلکې ډیپلوماټیک او بشردوستانه وي.

جو بایډن زیاته کړه، له افغانستانه د سرتېرو اېستل به یې په بیړه نه وي او که طالبان برید وکړي، امریکا به د ځان او خپلو همکارانو دفاع وکړي.

نوموړي ویلي چې هېواد به یې د افغان ځواکونو، د سولې پروسې او د ښځو حقونو د ملاتړ په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې له افغانستانه د ځواکونو اېستلو پرېکړه یې د خپلو متحدانو په سلا مشوره کړې او د سرتېرو وتلو لړۍ به یې مسوولانه وي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د ناټو ټولو غړیو هېوادونو پرېکړه کړې، څو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو لړۍ د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل کړي. د هغه په خبره، که څه هم دا کومه اسانه پرېکړه نه ده، خو ناټو به د افغانستان د ملاتړ لپاره نورې لارې چارې ولټوي.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین بروکسېل ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې هېواد به یې د افغان ځواکونو د وړتیا لوړونې لپاره خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي. د نوموړي په وینا، په دغو وړتیاوو کې د افغان هوايي ځواک پیاوړتیا او پر پښو درول او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د حقونو تامین شامل دی.

بله‌خوا ولسمشر محمداشرف غني د امریکا له ولسمشر سره جو بایډن سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

هغه په یوه ټویټ کې لیکلي چې له بایډن سره یې د امریکا پر وروستۍ پرېکړې خبرې کړې دي. ولسمشر غني لیکلي چې افغانستان د امریکا دغې پرېکړې ته درناوی کوي او په وینا یې، له امریکا او ناټو سره به په نورو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ولسمشر ټینګار کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو او هېواد د دفاع بشپړه وړتیا لري او هغه سرښندنې یې چې تر اوسه کړي، افغانان به یې هېرې نه کړي.

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله هم پرون وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د نړیوالې ټولنې د همکاریو د پای په مانا نه دي.

اوس شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي او د ناټو له ۱۰ زرو ډېر ځواکونه په افغانستان کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام