بایډن معترضو ایرانیانو ته: اندېښنه مه کوئ، ایران به ازادوو
د امریکا ولسمشر جو بایډن ایران کې د حکومت پر وړاندې د اعتراضونو په دوام ویلي چې ایران ازادېږي. بایډن دا خبرې د پنجشنبې ورځ د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. ګڼشمېر معترضو ایرانیانو هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.