د امریکا ولسمشر جو بایډن او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي ټيلیفوني خبرې کړي دي. سپېنې ماڼۍ ویلي چې دواړه ولسمشران په دې ټيلیفوني اړیکه کې نیم ساعت غږېدلي.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، بایډن د امریکا په کانکرېس کې اوکراین سره د لا ډېرو مرستو د تصویب له هڅو خبر ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې پر اوکرایین د روسیې د برید له کبله پر دغه هېواد د امریکا او ملګرو هېوادونو له لوري یې د لګښتونو د ډېروالي په اړه خبرې شوي دي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي هم پر خپل ټويټرپاڼه لیکلي چې په دې ټيلیفوني اړیکه کې د اوکراین د وضعیت، د امریکا له لوري د مالي ملاتړ پر دوام او د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د دوام په اړه مشورې وشوې.

له دې وړاندې د اوکراین ولسمشر په یوې ویډیويي وینا کې له امریکا څخه وغوښتل چې اوکراین ته د روسیې له لوري جوړې شوې، جنګي الوتکې ورکړي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل اوکرایني سیال سره د اوکراین او لهستان په پوله کې کتلي دي. د امریکا او اوکراین د مشرانو دغه خبرې داسې مهال کېږي چې پر اوکراین د روسیې برید یوولسمې ورځې ته وغځېد.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم اوکراین او روسیې دواړو د اوکراین په دوو ښارونو کې د ملکیانو د راواېستلو لپاره د اوربند یوې هوکړې ته رسېدلي، خو وروسته اوکرایني چارواکو اعلان وکړ چې دغه اوربند د روسیې له لوري په بشپړه توګه نه دی رعایت شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام