افغانستان د ترهګرۍ نړیوال جدول کې لومړى ځاى خپل کړى

د اقتصاد او سولې موسسې د “ترهګرۍ د نړیوال جدول” په اړه ریپوټ خپور کړی، په دغه ریپوټ کې افغانستان یو ځل بیا د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې له ترهګرۍ څخه سخت زیانمن دی. دا دریم پرله پسې کال دی چې افغانستان ددغه بنسټ په ریپوټ کې د جدول په لومړي سر کې راځي.

د اسلامي همکاريو سازمان په کابل کې خپل دفتر پرانېست

د اسلامي همکاریو سازمان  په کابل کې د افغانستان لپاره د خپل دفتر د جوړېدو خبر وکړ. دغه سازمان نن (یکشنبه، د کب ۱۵نېټه) په  خپل ټویټر کې لیکلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان مشر محمدسعید العیاش تېره چهارشنبه په کابل کې خپل دفتر پرانېست.

خبریالان: اسلامي امارت اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړی

نژدې اووه میاشتې کېږي چي اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په دې موده کې رسنۍ او خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. ځینو رسنیو د مالي سرچینو د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله خپرونې بندې کړي او یا هم ګڼو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

سیدباقر محسني د اسلامي امارت له بند څخه خوشې شو

سید باقر محسني چې د سیاسي مسایلو کارپوه او د اوسني حکومت له منتقدینو څخه دی د اسلامي امارت د استخباراتو له بند څخه خوشې شو. نوموړي رسنیو ته ویلي چې نن ماسپښین خوشې شوی او دا مهال په کابل کې په خپل کور کې دی.

اسلامي امارت ته د ۱۵کسیز نوملړ ورسپارل؛ د اروپایي ټولنې استازي رد کړ

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن یوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت د کورني مشروعیت او د ستونزو د حل یوازینۍ لار، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي. هغه دغه مرکه کې رد کړه چې نړیوالې ټولنې حکومت کې د ګډون لپاره اسلامي امارت ته د مخکیني حکومت د چارواکو ۱۵کسیز نوملړ نه دی ورکړی.

هلمند کې د کوکنارو کرکېله زياته شوې

هلمند د هېواد سوېلي زون کې یو له هغو ولایتونو دی چې د کرنیزو او خوړوبو ځمکو لویه برخه تشکیلوي او تېرو دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې کروندګرو سږکال دغه ولایت کې په پراخه کچه د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړې. دوی وايي، که دولت یې د کیمیاوي کودونو، اصلاح شویو تخمونو په برخه کې لاسنیوی وکړي، د کوکنارو بدیل کښتونه به وکري.

د رسنیو د بیافعالیت لپاره هڅې؛ اسلامي امارت ورته بهرنۍ مرستې راټولوي

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح‌الله مجاهد وايي، د مالي ستونزو له امله تړل شویو او سقوط سره مخ رسنيو ته د بهرنيو مرستو د راجلبولو په هڅه کې دي. ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړه چې نړیوالو ورسره د اقتصادي ستونزو په دلیل د سقوط شویو رسنیو د بیا فعالیت او تمویل په ‌پار یو لړ ژمنې هم کړي دي.