د اقتصاد او سولې موسسې د “ترهګرۍ د نړیوال جدول” په اړه ریپوټ خپور کړی، په دغه ریپوټ کې افغانستان یو ځل بیا د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې له ترهګرۍ څخه سخت زیانمن دی. دا دریم پرله پسې کال دی چې افغانستان ددغه بنسټ په ریپوټ کې د جدول په لومړي سر کې راځي.

ددغه ریپوټ پر بنسټ افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د ۸۳۷ ترهګریزو پیښو شاهد و چې د دغو پېښو په پایله کې ۱۴۲۶ کسان وژل شوي او ۲۱۹۹ نور ټپیان شوي دي. ریپوټ کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې د یرغمل نیونې ۹۱ پیښې شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اقتصاد او سولې موسسې په افغانستان کې د تروریزم له امله د مرګ ژوبلې لوړو شمېرو ته په اشارې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې یواځې افغانستان د نړۍ د ترهګریزو فعالیتونو د ۲۰ سلنه تلفاتو شاهد و.

په دغه ریپوټ کې د کابل هوایي ډګر ته نږدې له افغانستان څخه د تخلیې بهیر په ترڅ کې د داعش خونړۍ برید ته په اشارې ویل شوي چې په دغه برید کې شاوخوا ۱۸۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شول چې د دغه سازمان په ریپوټ کې دغه برید په ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو وژونکي ترهګریز او خونړۍ برید بلل شوی دی.

خو ریپوت کې راغلي چې په افغانستان کې د تېر کال د اګست د ۱۵ وروسته چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی دې ډلې پورې اړوند بریدونه او د هغه په پایله کې رامنځته کېدونکي تلفات کم شوي، خو بیا یې هم په افغانستان کې د اسلامي امارت او داعش ډلې ترمنځ د جګړې د پیاوړې کېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

په ریپوټ کې د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې د ملکیانو زیاتره مرګ ژوبله دې ډلې ته منسبو شوې او اسلامي امارت یې د دې مرګ ژوبلې عاملین بللي دي.

د اقتصاد او سولې د موسسې په ریپوټ کې، د اسلامي دولت ډله (داعش) الشباب او جماعت نصرت الاسلام او المسلمین هغه څلور ډلې ښودل شوي چې ویلي، تر ټولو زیاتې تروریستي بریدوونه یې کړي او د دوی له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقتصاد او سولې د موسسې په ریپوت کې له افغانستان وروسته عراق د ۸۳۳ تروریستي پیښو او پاکستان د ۱۸۶ تروریستي پیښو په رامنځته کېدو سره دریم هېواد دی چې یو د بل پسې په دې جدول کې راغلي دي.

د اقتصاد او سولې موسسه په ۲۰۰۸ کال کې جوړه شوی او مقر یې په استرالیا کې دی. دا بنسټ د تاسیس راهیسې هر کال په نړۍ کې د تروریستي فعالیتونو شمیرې راټولوي او جدول یې اعلانوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام