په نړۍ کې د ترهګریزو پېښو د کچې په اړه د یوه تازه راپور پر بنسټ چې د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ له لوري خپور شوی، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د ترهګرۍ د قربانیانو په کچه کې له پام وړ کموالي سره سره بیا هم د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې ترهګرۍ ډېره قرباني ترې اخیستې ده.

د دغه راپور له مخې، د نړۍ د ۱۶۳ هېوادونو له ډلې په ۱۰ هغو کې تر ټولو ډېرې (۸۰ سلنه) ترهګریزې پېښې شوي چې په دې ډله کې ۴۱ سلنه یې په افغانستان کې ثبت شوې دي.

په راپور کې لیکل شوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د ۱۳ زره او ۸۲۶ وژل شویو کسانو له ډلې ۵۷۲۵ یې په افغانستان کې وژل شوي دي. دغه راز، د نړۍ په کچه د تر ټولو خونړیو ۲۰ پېښو له ډلې ۷ یې په افغانستان کې شوې دي.

راپور وړاندې لیکي چې په تېر ۲۰۱۹ کال کې د لومړي ځل لپاره د ترهګریزو بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر کم شوی او د ۲۰۱۸ کال په پرتله په‌کې ۲۲ سلنه کموالی راغلی دی. په راپور کې لیکل شوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د ترهګریزو بریدونو له کبله د مرګ‌ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره په کندوز کې ثبت شوې چې دا په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله ۷۷ سلنه ډېروالی ښيي.

د ترهګرۍ نړیوالو شمېرو له مخې، طالبان په نړۍ کې تر ټولو خونړۍ ترهګریزه ډله پېژندل شوې ده. په ۲۰۱۹ کال کې تر ټولو خونړی ترهګریز برید د طالبانو له لوري په افغانستان کې شوی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، د ترهګرۍ له کبله په ۴۱ سلنه مرګ‌ژوبله کې چې په افغانستان کې ثبت شوې، د ۸۷ سلنې مسوولان یې طالبان دي.

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په راپور کې لیکل شوي، د ترهګرۍ له کبله د مرګ‌ژوبلې کچې له ټیټېدو سره سره، طالب ډله بیا هم په افغانستان کې تر ټولو فعاله ترهګره ډله ده. که څه هم د طالبانو د بریدونو له کبله په وژنو کې ۱۸ سلنه کموالی راغلی، خو په ټوله کې د دغې ډلې بریدونه شپږ سلنه ډېر شوي دي.

د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۱۹ کال پر مهال په ۵۰۸ بریدونو کې چې له ۲۹۰۰ ډېر کسان په‌کې وژل شوي، خپل تمرکز پر پولیسو او ملي اردو ساتلی دی. راپور زیاتوي، که څه هم په دغه کال کې د ملکیانو په مرګ‌ژوبله کې ۴۵ سلنه کموالی راغلی، خو په هغو بریدونو کې چې پر ملکي وګړیو شوي، ۲۵ سلنه ډېروالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۸ کال له نیمايي او د ۲۰۱۹ کال تر پایه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې وې. په ۲۰۲۰ کې بیا نه یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک شو، بلکې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ هم مخامخ خبرې پیل شوې، خو په هېواد کې جګړه نه یوازې کمه شوې، بلکې لا یې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام