د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لوګر ولایت د خونړۍ چاودنې په غبرګون کې د دې سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي. دې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لوګر ولایت مرګونی برید غندلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام د ملکي وګړو په نښه کول او ناامنیو په اړه اندېښنه ښودلې او په دغه هېواد کې یې د تاوتریخوالي د درولو او اوربند غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ترهګرۍ بېلابېل ډولونه غندلي او هغه یې د نړیوالې سولې لپاره یو ګواښ ګڼلی دی. دغې شورا همداراز غوښتنه کړې چې د ترهګریزو بریدونو  مالي ملاتړکوونکي، جوړوونکي او عاملان دې تر نیولو وروسته محاکمه شي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه سازمان منشور، د بشرپالنې نړیوال قوانین، د بشري حقونو نړیوال قوانین او د کډوالۍ نړیوال قانون ته په پام د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د ټولو هېوادونو پر ګډې مبارزې ټينګار کړی دی.

د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه دریځ هرکلی کړی او پر داسې اوربند چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي او په افغانستان کې د تلپاتي ټيکاو سبب شي، ټينګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د لوګر ولایت مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د دغه ولایت د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو پر مېلمستون موټربم برید کې ۲۴ کسان ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول. د دې چاودنې ټول قربانیان ملکي وګړي او زده‌کوونکي وو.

د دغه برید پړه تراوسه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو دولت دغه کار د وسله‌والو طالبانو بولي. د لوګر ولایت برید پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام