نږدې اووه میاشتې کېږي چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی او په دې موده کې خبریالان او رسنۍ له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ شوي دي. یو‌شمېر رسنیو په دې لړ کې د مالي ستونزو له کبله خپل نشرات بند کړي او ډېری خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

خو له دې ټولو سره سره، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له خبریالانو سره د اسلامي امارت د همکاریو نشتوالی، هغه څه دي چې د خبریالان کارونه یې له خنډ سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر خبریالان سلام وطندار ته وایي، له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی، اطلاعاتو ته لاسرسی په پراخه توګه محدود شوی او د اسلامي امارت چارواکي هم ورسره همکاري نه کوي.

د سلام‌وطندار خبریال داود‌شاه مل وايي، کله چې د یوه رپوټ چمتو کولو پرمهال د اسلامي امارت چارواکو ته زنګ وهي، ډېری وخت یې اړیکو ته ځواب نه ورکول کېږي او یا هم هغه څه چې ترې پوښتل شوي وي، د پوښتنې خلاف ځواب ورکوي.

نوموړي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسلامي امارت پر نه همکارۍ نیوکه کوي او وایي، د اسلامي امارت ویاندویان په مستقیمه توګه خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي او ډېری وخت یې پوښتنو ته د وټس‌اپ او کله ناکله په حضوري او یا هم د ټيلیفون له لارې ځواب ورکوي.

مل وایي چې د یوه خبریال ستونزه د وټس‌اپ له لارې نه حلېږي، ځکه د وټس‌اپ له لارې یوه یا دوه پوښتنې لېږل کېږي، خو ډېری پوښتنې د چارواکو له لوري د ځوابو ویلو پرمهال راپیدا کېږي چې د ځواب ترلاسه کولو لپاره باید مخامخ مرکه وشي.

په همدې حال کې د سلام‌وطندار یوه بله خبریاله حمیده مددي وايي، کله چې په رپوټ کې د اسلامي امارت د مسوولانو نظر اړین وي، نو د دوی د نظر ترلاسه کول ورته ډېر ستونزمن دي.

 مددي وایي، د اسلامي امارت د ویاندویانو ځواب نه ورکول، د دې لامل شوي چې ځينو رپوټونه یې له خپرېدو پاتې شي. دا یوازې د سلام وطندار خبریالان نه دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، بلکې د ډېرو نورو رسنیو خبریالان هم ورته ستونزې لري.

دغه خبریالان وایي چې په هېواد کې د خبریالۍ وضعیت د اندېښنې وړ دی او هره ورځ د دوی ستونزې ډېرېږي.

یو خبریال معراج‌‌الدین مجري سلام وطندار ته وویل: «کله چې غواړو، له یوې دولتي ادارې څخه اطلاعات ترلاسه کړو، باید په وار وار اړیکه ونیسو، کله کله زمونږ اړیکې نه ځوابوي. کله وایي چې نیم ساعت وروسته راشئ، معلومات درکوو، خو اطلاعاتو ورکولو ته چمتو نه دي.»

د راه فردا ټلویزیونې شبکې خبریال حبیب‌الله ظفري هم وایي: «د اسلامي امارت په راتګ سره اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی. له بده‌مرغه  هره ورځ په افغانستان کې د رسنیو د کاري وضعیت د خرابېدو شاهدان یو.»

خبریالان د اسلامي امارت له مسوولانو څخه غواړي چې له دوی او رسنیو سره د معلوماتو ورکولو په برخه کي همکاري وکړي. د دوی په وینا، د اوسني وضیعت په دوام سره به د رسنیو خبري رپوټونه انډول ونه لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کلید راډیو خبریال منصور یوسفزی سلام‌وطندار ته وایي: «زموږغوښتنه دا ده چې دې مسلې ته جدي پاملرنه وشي. اسلامي امارت باید له رسنیو او خبریالانو سره همکاري وکړي او که چېرې له رسنیو او خبریالانو سره همکاري ونه کړي، نو د رسنیو تول راپورنه به یو طرفه خپاره شي.»

په همدې حال کې د رسنیو فدراسیون غړی او  په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا «نی» مسوول محمد ظریف کریمي وايي، اسلامي امارت له دې ادارې سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

هغه وايي، اسلامي امارت دې په افغانستان کې د پخواني اساسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي جوړ میکانیزم عملي کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دغه راپور د چمتو کولو پر مهال هم زموږ پرله‌پسې اړیکې ځواب نه کړې.

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه له دې ډلې د بې‌پولې خبریالانو او د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې هم په افغانستان کې د خبریالانو د وضیعت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام