ناپېژنده وسله‌والو تیره ورځ له غرمې وروسته په غزني کې د خبریالانو ټولنې مشر او د الجزیرې او اسوشیټېد پرېس خبریال رحمت‌الله نېک‌زاد خپل کور ته نږدې وواژه.

د هغه په وژل کېدو سره یو ځل بیا د خبریالانو او رسنیو اندېښنې ډېرې شوې دي.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړې ادارې یا نی پر حکومت نیوکه کوي چې د خبریالانو په امنیت ساتلو کې پاتې راغلی او په وینا یې، هره ورځ د خبریالانو له منځه یو په نښه کېږي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي يې دي چې د خبریالانو خوندیتوب باید د حکومت لومړیتوب وي او په دې برخه کې بې‌غوري د منلو نه ده.

ګڼ‌شمېر افغان خبریالان په دې وروستیو کې پر دوی بریدونه، د بیان پر ازادي برید ګڼي.

کابل کې یو خبریال احمد حسرت وايي، پر خبریالانو برید، د بیاد پر ازادي برید دی او تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د خبریالانو د وژنو مسوولیت هم څوک پر غاړه نه اخلي.

په غزني کې خبریالان بیا پر حکومت نیوکه کوي چې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب پر ځای، یوازې د خواخوږۍ پیغامونه خپروی.

په غزني کې دوه خبریالان رحمت‌الله مرجان‌خېل وايي، په دغه ولایت کې وژل شوي خبریال رحمت‌الله نېک‌زاد تل د خبریالانو غږ پورته کاوه او ورته د پېښو ګواښونو په اړه یې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته هم خبر ورکړی و، خو په وینا یې، هغه له دې سره سره پرون ووژل شو او تر اوسه یې هېچا مسوولیت هم نه دی منلی.

په غزني کې یو بل خبریال محجوب مزاري وايي، سره له دې چې خبریالانو په تېرو دوو لسیزو کې ډېره قرباني ورکړې، خو په وینا یې، د هغوی په وژلو سره د بیان ازادۍ مخه نه‌شي ډب کېدی او دوی به خپل کار ته دوام ورکوي. نوموړي له حکومت نه هم غواړي چې د خبریالانو امنیت ته پام وکړي.

د جوزجان د خبریالانو ټولنې مشر محمد جان تمکین هم دغه برید اندېښمنوونکی بولي او وايي، یوازې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۵ خبریالان وژل شوي او په وینا یې، دا وضعیت نورو خبریالانو ته هم د پېښېدونکي ګواښ ښکارندويي کوي. هغه له حکومت نه غواړي چې د خبریالانو قضیې په جدي ډول وڅېړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

د ملي روغې جوړې عالې شورا هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر رسنیو روان بریدونه جنایت دی او په هېڅ ډول د منلو نه دي.

د دې ترڅنګ، د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد بیا پر خپلې توټیرپاڼې پر رحمت‌الله نېکزاد شوی برید غندلی او هغه یې یو رښتینی خبریال یاد کړی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ پر خبریالانو د بریدونو مسوولیت پر وسله‌والو طالبانو ور اچوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وايي، طالبان د خپل جنایت او شومو پروګرامونو د پټولو لپاره پر خبریالانو بریدونه کوي؛ ځکه په وینا یې، طالبان د بیان او رسنیو د ازادۍ ښکاره دښمنان دي او له دغو ارزښتونو وېره لري.

په تېرو دوو میاشتو کې یما سیاوش، الیاس داعي، رفېع‌الله صدیقي، ملاله میوند او فردین امیني په بېلابېلو هدفي بریدونو، چسپکي ماینونو او په مرموز ډول وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام