سره له دې چې د طالبانو له خوا د افغان حکومت له نیولو یوه اوونۍ تېرېږي، خو لا هم د واک تشه پر ځای ده او ډېری دولتي ادارې او بانکونه تړلي دي. د چارو ځینې شنونکي د واک تشه او ناڅرګند برخلیک د هېواد پر زیان بولي.

د سیاسي چارو کارپوه او د ولسي جرګې پخوانی غړی شهزاده شاهد اندېښنه ښيي چې ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ به د واک له تشې څخه ګټه پورته او هېواد به یو ځل بیا په لوی لاس ناامنیو ته لاړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دی وایي، څومره ژر چې کېدای شي، باید د واک تشه ډکه او داسې افغان شموله حکومت جوړ شي چې د ټولو وګړو حقونه په‌کې خوندي وي او هېواد په کور دننه او بهر کې مشروعیت ولري.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د ډېرو دولتي ادارو کارونه په ټپه ولاړ دي او ځینې مامورین دندو ته نه ‌ځي چې دغه وضعیت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

خو یو پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا وایي، سره له دې چې هېوادوال د واک تشې په اړه اندېښنې لري، خو ورځ تر بلې د هېواد په کچه امنیتي وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او د افغانستان په څېر هېواد کې د تشې ډکېدل ستونزمنه مسله ده او وخت ته اړتیا لري.

دغه پخوانی طالب چارواکی وايي، طالبان هم نه غواړي چې یو ځل بیا له نړیوالو بندیزونو او د ولس مخالفت سره مخ شي؛ نو هڅه کوي که وخت هم نیسي، یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالب چارواکو هم په وار وار ویلي چې د واک تشه ډکه او داسې افغان شموله حکومت چې د ټولو په خوښه وي، جوړ کړي.

پرون هم داسې راپورونه خپاره شول چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو اوونیو پورې د طالبانو له خوا د یوه نوي حکومت چوکاټ اعلان شي. طالب مشرانو تېره ورځ په دې اړه له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام