د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او هغه یې د افغانستان او روسیې د ګډو ګټو پر ضد بللې دي. دغه وزارت وايي، د کابلوف ځینې څرګندونې د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره برابرې نه دي او د «ملګري او همکار» هېواد روسیې له رسمي خبرپاڼو سره په تناقض کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپرې شوې، لیکل شوي چې په نه توجیه کېدونکي ډول «په روسیه کې د یوې ممنوعه ډلې» سترول په سیمه کې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي پر وړاندې د روسیې غوښتنې او د افغانانو په خوښه یوې تلپاتې سولې ته له رسېدو سره په څرګند ډول ټکر کې دي او دغه کار د روسیې او افغانستان له ګډو ګټو سره نه جوړېږي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تازه د روسیې له سپوټنېک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې طالبان د افغانستان درې پر څلورمې برخې خاوره کنټرولوي او «د افغانستان د جګړې پای ته رسولو لپاره د اېتلافي انتقالي دولت جوړولو ته اړتیا ده چې د دواړو لوریو د کنټرول ځواک او وړتیا ولري او مهار یې کړي. بیا دې یو نوی واکمن دولت جوړ شي چې ډېری ستونزې حل کړای شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي د څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او د «اېتلافي انتقالي دولت» د طرحې وړاندې کول یې د هغه له تېرو څرګندونو سره په ټکر کې بللې دي. دغه وزارت ویلي چې کابلوف تر دې وړاندې ویلي و چې د افغانانو په اراده او افغانانو ته د افغانستان د راتلونکې سپارلو غوښتنه کړې وه.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، افغانان د دې حق او وړتیا لري چې د اساسي قانون پر بنسټ، د ټاکنو له لارې د ملت په ازاده اراده د خپل دولت او حکومت برخلیک وټاکي.

د خبرپاڼې له مخې، روسیه نه شي کولای افغان دولت چې د ملګرو ملتونو غړیتوب لري او طالب ډله چې د دغه سازمان د امنیت شورا پرې بندیزونه لګولي، په یوه کچه کې وښيي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «موږ د افغانستان د خاورې درې پر څلور برخې د طالبانو د کنټرول په اړه هم د ښاغلي کابلوف څرګندونې ناسمې بولو. د ترهګریزو بریدونو کول او په بېلابېلو سیمو کې د خلکو وژل پر یادو سیمو د کنټرول په مانا نه دي.»

د دغه وزارت خبرپاڼې زیاته کړې، کابلوف همدارنګه ویلي چې طالبان «نږدې له عیب و نیمګړتیا» پرته له امریکا سره هوکړې ته ژمن دي، خو ټوله نړۍ بیا وايي چې طالبانو پر خپلو سترو څلورو ژمنو چې له ترهګرو سره د اړیکو پرې کول، د تاوتریخوالي کموالی، د مانا لرونکو خبرواترو دوام او د جګړې ډګر ته د خوشې شویو جنګیالیو نه تلل دي، په ښکاره عمل نه دی کړی.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د ډیپلوماټیکو اړیکو او خبرواترو په ډېروالي سره به هڅه وکړي، څو له روسیې سره د وضعیت په اړه ګډ درک رامنځته او د دواړو هېوادونو د همکاریو اغېزمنتیا ډېره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام