د شبرغان د نیولو لپاره د پاکستاني متقاعد جنرال پلان ناکام شو

د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د دویمې لوا مسوولان وايي، پاکستاني وسله‌والو له طالبانو سره یوځای غوښتل چې د جوزجان مرکز شبرغان ښار ونیسي، خو ناکام شول. د دغې قول‌اردو د دویمې لوا قوماندان عبدالغني نظامي وايي، یاد پاکستانی متقاعد جنرال شیخ مطیع‌الله نومېږي او پلان یې ور شنډ کړی دی.

د ضمیر کابلوف د څرګندونو پر وړاندې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او هغه یې د افغانستان او روسیې د ګډو ګټو پر ضد بللې دي. دغه وزارت وايي، د کابلوف ځینې څرګندونې د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره برابرې نه دي او د «ملګري او همکار» هېواد روسیې له رسمي خبرپاڼو سره په تناقض کې دي.