د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د دویمې لوا مسوولان وايي، پاکستاني وسله‌والو له طالبانو سره یوځای غوښتل چې د جوزجان مرکز شبرغان ښار ونیسي، خو ناکام شول. د دوی په وینا، هره ورځ په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو له کبله له ۲۰ تر ۴۰ طالبان وژل کېږي.

د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د دویمې لوا قوماندان عبدالغني نظامي وايي، د شیخ مطیع‌الله په نوم یوه پاکستاني متقاعد جنرال له طالبانو سره یوځای غوښتل چې د جوزجان مرکز ونیسي، خو په وینا یې، ناکام شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، که څه هم طالبانو د جوزجان د نیولو لپاره سخت ډله‌ييز بریدونه وکړل، خو مات شول او هره ورځ د خپلو وسله‌والو جسدونه او ټپیان نورو ولسوالیو او ولایتونو ته لېږدوي. نوموړی زیاتوي، د شته شمېرو له مخې، په وروستیو دوو میاشتو کې یې ۷۰۰ طالبان وژلي او ۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.



په همدې حال کې عبدالرشید دوستم ته اړوند محلي قوماندانان وايي چې د طالبانو پر وړاندې مبارزې لپاره د جګړې لومړۍ کرښې ته تللي او پاکستانی متقاعد جنرال شیخ مطیع‌الله چې د جوزجان د نیولو لپاره یې طالبان تنظیمول، ناکام شول او اوس د جګړې وسه نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دوی له ډلې یو قوماندان محمدصابر وايي، طالبانو په وروستیو څو اوونیو کې له افغان ځواکونو سره د جګړې توان بایللی او امنیتي او دفاعي ځواکونو ترې ګڼ‌شمېر سیمې نیولې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام