د سولې په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د روان لمریز کال لومړیو څلورو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله ۵ زره او ۵۸۷ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

له دې ډلې ۲۵۶۶ ملکیان وژل شوي او  ۰۲۱ ۳ نور ملکي وګړي ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روان ۱۴۰۰م لمریز کال لومړیو څلورو میاشتو کې طالبانو پر امنیتي او دفاعي ځواکونو ۲۰۰۰ بریدونه کړي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو د څار رییس سید عبدالله هاشمي وايي: «د سږ کال څلورو میاشتو کې په ټوله کې ۵ زره او ۵۸۷ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې. د وژل شوو شمېر ۲ زره او ۵۶۶ او د ټپیانو هم ۳ زره او ۲۱ ته رسیږي. د وژل شوو ډله کې یو زر او ۴۴۶ نارینه، ۶۵۰ ښځې او ۹۲۵ ماشومان دي، چې د جګړو په دلیل یې ژوند له لاسه ورکړی.»



د سولې په چارو کې د دولت وزارت خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې وسله‌والو طالبانو د بیان ازادي محدوده کړې، د ښځو لپاره یې فضا تیاره کړې او ان پر خیریه بنسټونو او عمومي تاسیساتو یې هم زړه نه دی خوږولی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، په دغه موده کې نږدې ۲۴ زره او ۶۰۹ طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام