د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د نجونو زده‌کړیالانو د شړلو په اړه د رسنیو راپورونه د اندېښنې وړ دي.

څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون مسوولانو له دغه پوهنتون او لیلیې څخه یې یو‌شمېر نجونې زده‌کړیالانې وشړلې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان پرون چهارشنبه د تلې ۲۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په یوه داسې چاپېریال کې چې ښځې له بېلابېلو بندیزونو سره مخ دي، له کابل پوهنتون او لیلیې څخه د نجونو زده‌کړیالانو شړل د اندېښنې وړ خبره ده. دغه سازمان زیاته کړه چې ښځې باید په خپلواکه توګه زده‌کړو ته لاسرسی ولري.

په ورته مهال پرون سه‌شنبه د تلې ۲۶مه یو‌شمېر ښځو او نجونو زده‌کړیالانو د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د دوی د شړلو له امله اعتراض وکړ او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې ټولګیو ته د دوی د بېرته ورګرځېدو زمینه برابره کړي.

اعتراض کوونکو همداراز ویلي چې اسلامي امارت له کوم قانوني دلیل پرته نجونې زده‌کړیالانې له کابل پوهنتون شړلي دي.

بل‌خوا دوو اعتراض کوونکو د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې د اسلامي امارت دې کړنې دوی خپلې راتلونکې ته اندېښمنې کړې دي.

یوې اعتراض کوونکې چې د کابل پوهنتون زده‌کړیاله ده او څه موده وړاندې په لیلیه کې مسمومه شوې هم وه، وايي، مسوولانو یې تراوسه له پوهنتون او لیلیې څخه د شړلو په اړه کره دلیل نه دی وړاندې کړی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په همدې حال کې یوه بله زده‌کړیاله چې پوهنتون ته د تور حجاب نه اغوستو له امله له پوهنتون شړل شوې، د مسوولانو پر دې پرېکړې نیوکه کوي او غوښتنه کوي چې پر دې پرېکړې دې بیاکتنه وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام