د بښنې سازمان: د کابل پوهنتون له لیلیې د نجونو زده‌کړیالانو شړل د اندېښنې وړ دي

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د نجونو زده‌کړیالانو د شړلو په اړه د رسنیو راپورونه د اندېښنې وړ دي.

څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون مسوولانو له پوهنتون او لیلیې څخه یې یو‌شمېر نجونې زده‌کړیالانې وشړلې.

پر «کاج ښوونیز مرکز» برید؛ یوناما: ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ ټپیان دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن ماسپښین پر ټویټر لیکلي چې پر کاج ښوونیز مرکز د پروني برید د قربانیانو کره شمېرو را ټولولو لپاره یې کسان ګومارلي دي. 

یوناما ویلي، د پروني برید په اړه وروستۍ شمېرې یې ښيي چې په یاد برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي. 

بښنې نړیوال سازمان: له افغانستانه د بهرنیانو د راېستلو نېټه باید وغځول شي

د بښنې نړیوال سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبان او نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د راېستلو د نېټې پر غځولو هوکړه وکړي، څو هغه افغانان چې تر ګواښ لاندې دي، ژوند یې خوندي شي.