په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن ماسپښین پر ټویټر لیکلي چې پر کاج ښوونیز مرکز د پروني برید د قربانیانو کره شمېرو را ټولولو لپاره یې کسان ګومارلي دي.

یوناما ویلي، د پروني برید په اړه وروستۍ شمېرې یې ښيي چې په یاد برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب وايي، کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز پروني برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. هغه وايي، ښايي د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شي او په خبره یې، دوی د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره هڅې کوي او خلک هم باید ورسره همکاري وکړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما تر دې مخکې ویلي و چې په یاد برید کې له ۶۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان هم پرون له ځانمرګي برید وروسته د خپلو ځايي سرچینو له قوله لیکلي و چې په یاد برید کې له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

بله‌خوا د پروني برید د یوشمېر قربانیانو خپلوانو سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد برید کې له ۱۳۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د دغه برید د قربانيانو خپلوانو حسین او فرېبا عباسي سلام‌وطندار ته ویلي:

«زه لومړی علي‌جناح روغتون ته ورغلم. لومړي پوړ کې چې شهیدان ايښي وو، له سلو ډېر وو  او ډېری یې نجونې زده‌کوونکې ښکارېدې.»

«له ۶۰ ډېر شهیدان او له ۷۰ ډېر ټپیان شوي دي. هغه شمېرې چې رسنیو کې خپرېږي، کره نه‌دي. پرون چې زه د پېښې سیمه کې وم، مرګ‌ژوبله ډېره وه.»

پر بشري حقونو د څار بنسټ تر دې مخکې ویلي و چې افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې پر مذهبي لږکیو ۱۶ بریدونه شوي چې له کبله یې ۷۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. داعش وسله‌والې ډلې د دغو بریدونو له ډلې د ۱۳ هغو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې د بښنې نړیوال سازمان د یوناما راپورونو پر بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګېسټ له پنځلسمې د ۲۰۲۲ کال د جون تر پنځلسمې پورې په بېلابېلو پېښو کې ۲۱۰۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په وینا یې، ۷۰۰ کسان وژل شوي او ۱۴۰۶ نور ټپیان شوي دي.

پرون سهار شاوخوا اووه بجې پر «کاج ښوونیز مرکز» داسې مهال برید شوی چې ۱۵۰ زده‌کوونکي چې ډېری یې نجونې وې، هلته په یوه ټولګي کې د کانکور ازمایښتي ازموینه ورکوله.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام