Asset 1SWN

د ا.ا سرپرست حکومت له کابل نه څه باندې ۲۲زره سوالګر راټول کړي

1331

د ا.ا سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر پر ټویټر لیکلي چې د سوالګرو راټولولو کمېټې د روان کال د مرغومي تر شپږمې پورې ۲۲ زره او ۱۲۵ سوالګر را ټول کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، یاد سوالګر چې ۱۱۴۳۱ یې ښځینه، ۸۱۴۹ ماشومان او ۲۵۴۵ هم نارینه دي، له کابل ښار څخه را ټول کړي دي.

د ریاست‌الوزرا لومړي معاونیت زیاته کړې چې د دغو سوالګرو له ارزونې وروسته یې په ډاګه کړې چې ۸۹۴۰ یې اړمن، ۱۳۱۲۱ یې حرفوي او ۶۴ یې هم بې‌سرپرسته ماشومان دي.

د دوی په خبره، بې‌سرپرسته ماشومان له بایومټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون کې شاملېږي او هلته پر اعاشې سربېرته ورته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا داسې مهال ده چې د راپورونو له مخې، کابل ښار لا هم سوالګرو نیولی او د دوی د ویناوو پر بنسټ، وزګارتیا، بې‌وزلۍ او د کورنیو د سرپرست نه لرلو له کبله اړ دي چې سوال ته مخه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام