Asset 1SWN

بې‌وزلي او ژمی؛ کابل ښاریان: حیران یوو، ډوډۍ ومومو که کورونه تاوده کړو؟

_95997422_gettyimages-184200299

یوشمېر کابل ښاریان د ژمي را رسېدو ته اندېښمن دي او وايي، سږ کال د خپلو کورنیو لپاره سون‌توکي نه‌شي برابرولی او اړ دي چې په یخنۍ کې شپې او ورځې تېرې کړي. فرزانه چې د اوو بچیانو مور ده، د هغوی لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د کابل ښار په کوڅو کې د اوبو کوزې پلوري.

فرزانه ۵۵ کاله عمر لري او وايي، بچیان یې بېګايي په وږي نس ورته په تمه وي چې یو څه به وروړم، خو په وینا یې، که کوزې یې خرڅې نه‌شي، بچیان یې وږي پاتې کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هوا سوړوالی او را روان ژمی یو بل سرخوږی دی چې فرزانې ته پیدا شوی دی. هغه وايي:

«تر لس بجو همدلته کېنم. که اړه ونه اوسم، له کوره نه راوځم. نه پوهېږم چېرته ولاړه شم او څه وکړم؟ پښې مې خوږېږي. مرستې هم موږ ته نه رارسېږي. که څوک اړیکې ونه لري، مرستې هم نه ورته رسېږي. خدای ته مې پناه وړې او همدلته کېنم. پیسې او کله کله ډوډۍ ورکوي، خپلو یتیمانو ته یې وړم. هوا سړه ده او د تودېدو لپاره څه نه لرو، اوبه یخې دي.»

د کابل ښار په یوه بله څنډه کې بیا ۷۵ کلن نظام‌الدین تازه مېوه پلوري. هغه چې سږ کال د سون‌توکو د بیې له لوړوالي شکایت کوي وايي، د ورځې دوه یا درې پاکټه میوه پلوري او حیران دی چې بچیانو ته پرې خواړه واخلي که یې ژمی تاوده وساتي.

نوموړی زیاتوي: «کوچني ماشومان د سړې هوا هېڅ زغم نه لري. زه نه‌شم کولای چې دا ساړه وزغمم، ماشومان خو پر ځای پرېږده. خلک د خوراک ډوډۍ نه لري، وزګارتیا بېخي ډېره شوې، قیمتۍ هم خلک له ستونزو سره مخ کړي. تراوسه مو د کوټو تودولو لپاره سون‌توکي نه‌دي اخیستي. پیسې مې پور کړې او لږ اوړه او وریجې مې وپېرلې. په دې عمر کې مې دا حق دی چې کار وکړم؟»

که څه هم حکومت د ژمي په را نږدې کېدو سره د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د خلکو لپاره یو ټن د ډبرو سکاره په ۹۰۰۰ افغانۍ اعلان کړي، خو کابل ښاریان بیا هم وايي چې د پېرلو وسه یې نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار یو اوسېدونکی احمدالله وایي: «نه مې د ډبرو سکاره او نه لرګي پېرلي. عاید مې همدومره دی چې د څو ډوډیو پیسې ووځي؛ تر هغه زیات نه کېږي. ژمی را روان دی؛ حیران یم چې څه وکړم. خلک یوازې خپله خېټه نه‌شي مړولی. ښاروالي هم د ډبرو سکاره په لوړه بیه راکوی؛ تر اوسه یې موږ ته لا راکړي هم نه‌دي. وايي، د ډبرو سکاره په نهه زره دي، زموږ زور نه ورته رسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون، د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د هوا له سوړوالي سره ځینې موسمي ناروغۍ پیدا شوي او د ماشومانو د سینه‌بغل پېښې هم ډېرې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام