سرچینې وایي چې نن د کابل ښار په پښتونستان څلور لاري کې یو ډاکټر د اسلامي امارت د ځواکونو په ډزو کې ټپي شوی دی.
د سرچينو له مخې، دغه ډاکتر وليمحمد ولي نومېږي او نن ماښام له خپل کار ځاى څخه کور ته روان و چې د اسلامي امارت د ځواکونو لهخوا پرې ډزې شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلاموطندار ته وویل، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د پښتونستان واټ څلور لاري ته نږدې د امنیتي ځواکونو امنیتي پوستې سره یو موټر د اسلامي امارت ځواکونو ته پام نه دی کړی او موټر یې نه دی درولی چې په پایله کې یې امنیتي ځواکونو پر موټر ډزې کړي دي.
د کابل د امنیه قومنداني ویاند زیاتوي، د اسلامي امارت د ځواکونو د ډزو په پایله کې موټر چلوونکی وليمحمد ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د اسلامي امارت ځواکونو د کابل او ځینو نورو ولایتونو د امنیتي ځواکونو پوستو کې پر موټر چلوونکو ډزې کړي چې په ترڅ کې یې یوشمېر خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.