پرون د مزار شریف ښار په مرکز کې د « سه دوکان» پر جومات له خونړۍ برید وروسته د اسلامي امارت ځواکونو او د بلخ د مخکیني والي عطا محمد نور د خوریي، سهیل زمري ترمنځ نښته شوې چې له امله یې سهیل زمری وژل شوی دی. دا نښته پرون ماښام شاوخوا ۷ بجې رامنځته شوې ده.
د بلخ د امنیه قومنداني ویاند محمداصف وزیري وایي چې پرون ماښام ۷ بجې د مزارشریف ښار اړوند په بابه قمبر کوڅه کې د اسلامي امارت د ځواکونو او د عطا محمد نور اړوند کسانو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې نښته د سهیل زمري په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د وزیري په وینا، یاده سیمه د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا پاکه شوې ده. هغه زیاتوي چې له دغو کسانو څخه درې میله کرانکوف ، یو راکېټ او یو میل توپانچه هم ترلاسه شوي دي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پرون شپه ناوخته پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې پنجشنبې ماښام د مزارشریف ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند بابه قمبر سیمه کې هغه کس چې له خپل کور څخه يې د اسلامي امارت پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې، د ځواکونو په متقابل ډزو کې وژل شوی او ورڅخه څلور میله وسله، یو دوربین او ځینې نور مهمات هم د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په ورته مهال بلخ کې سرچینې وایي چې په دې نښته کې د مزارشریف ښار د څلورمې امنیتي حوزې امر او د اسلامي امارت یوشمېر ځواکونه هم وژل شوي دي.
خود بلخ د امنیه قومنداني ویاند دا موضوع ردوي او وایي چې د اسلامي امارت ځواکونو ته په کې زیان نه دی رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون مزارشریف ښار د یوې خونړۍ چاودنې شاهد هم و.
پرون ماسپښین د مزارشریف ښار د روضې په شمال کې د سه دوکان جومات دننه چاودنه وشوه. دا جومات شیعه ګانو پورې اړوند دی.
سرچینو ویلي، د دې چاودنې په پایله کې شاوخوا ۴۰ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
د دې برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې يا «داعش» پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړی چې چاودنه کې يې له ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي.
- دې چاودنې د هېواد دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. پرون کابل، ننګرهار او کندوز ولایتونو کې هم چاودنې وشوې او په ترڅ کې یې خلکو ته مرګ وژبله هم واوښته.