هرات کې د امنیتي ځواکونو او د نامسووله وسله‌والو قوماندان حبیب‌الله غوریاني ترمنځ ترمنځ له ۸ ساعته نښتې وروسته، افغان ځواکونه بېګاه د شپې ۱۱ بجې وتوانېدل چې د هغه کور ته ورننوځي.

باوري ځايي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې حبیب‌الله غوریاني تښتېدلی، خو ۱۲ وسله‌وال یې له سپکو او درنو وسلو سره نیول شوي دي. د سرچینو په وینا، په یاده نښته کې ۲ نامسووله وسله‌وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي هم د غوریاني د نامسووله وسله‌والو نیول کېدل مني او وايي، د هغه د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي. د نوموړي په خبره، امنیتي ځواکونو د نامسووله وسله‌والو د یاد قوماندان په اړه د هرات ښار د اوسېدونکو له لسګونو مستندو شکایتونو وروسته چې هغه په‌کې پر وژنو، انسان‌تښتونو، زورواکۍ، د نشه‌يي توکو قاچاق او د خلکو پر شکنجې تورن دی، د نوموړي د نیولو لپاره عملیات وکړل.

د هرات چارواکي وايي، د نامسووله وسله‌والو یاد قوماندان وړمه ورځ هم د هرات ښار په جبرييل ښارګوټي کې د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکي وهلي، ځورولي او ان په مرمیو ټپیان کړي دي.

امنیتي ځواکونو د متضررو کسانو د خپلوانو او کورنیو له شکایتونو وروسته پرون د حبیب‌الله او د هغه د نامسووله وسله‌والو د نیولو لپاره عملیات وکړل چې د دواړو لوریو ترمنځ نښتې په ساعتونو دوام وکړ.

باوري ځايي سرچینې هم وايي، حبیب‌الله غوریاني له دوو کلونو ډېره موده کېږي چې د محکمې له لوري د جعل‌کارۍ په تور په یو کال او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم شوی، خو تر اوسه امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې ویې نیسي.

د هرات امنیې قومانداني په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی له ډېرې مودې راهیسې له خپلو ۳۰ نامسووله وسله‌والو سره چې سپکې او درنې وسلې ورسره دي، د نشه‌يي توکو قاچاق او پېر او پلور، زورواکۍ، د خلکو ځورولو او یرغمل کولو ته لاس اچولی چې امنیتي ځواکونو یې بالاخره پر وړاندې اقدام وکړ.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزي هم سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په جبرییل ښارګوټي کې د بېګانۍ پېښې د ټپیانو شمېر ۳۹ ته رسېدلی چې د ۳ هغو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د نوموړي په وینا، په دغو ټپیانو کې ۵ امنیتي ځواکونه، ۳ ماشومان، یوه ښځه او پاتې نور نارینه دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دوی او کورونو ته یې ځاني مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

په همدې حال کې د نامسووله وسله‌والو قوماندان حبیب‌الله غوریاني چې پر پښه ټپي هم دی، په یوه ویډیويي پیغام کې د خپلو کسانو له ملاتړه مننه کړې او حکومت یې پر توپیري چلن تورن کړی دی. هغه زیاته کړې چې د یوې کوچنۍ موضوع (د یوه کافي شاپ بندولو) پر سر یې د هغه د نیولو اقدام کړی دی.

د نامسووله وسله‌والو دغه قوماندان د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې هم ځان نوماند کړی و، خو د نشه‌يي توکو په قاچاق کې د لاس لرلو له کبله د ټاکنو کمېسیون له لوري د نوماندانو له نوملړ نه واېستل شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام