کلونه کېږي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض له هېواده د ښځو د کډه کېدو لامل شوي دي.

ښځو تل هڅه کړې چې د هوسا او له تبعیض پرته ژوند ته د رسېدو لپاره د منظمې او نامنظمې کډوالۍ لارې غوره کړي.

یلدا ۱۷ کاله عمر لري چې د مور او پلار له مړه کېدو وروسته د خپل تره په کور کې ژوند کوي.

هغه وايي، تره یې چې حریص او شتمني خوښوونکی دی، دا یې له یوه ۴۰ کلن سړي سره واده کولو ته اړ کړله.

یلدا وايي، له یوه داسې کس سره واده کول چې د هغې دوه برابره عمر لري، ډېر ورته ستونزمن دي.

هغه وايي، خپل سخت ژوند ته په کتو یې پرېکړه وکړه چې نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړي او خپلې فردي خپلواکۍ ته چې د تره په کور کې یې نه لري، ورسېږي.

کم عمر او د ګډ ژوند له پیلولو وېره لامل کېږي چې یلدا له هغو قاچاقیانو سره په نامنظمه کډوالۍ د ایران خوا ته روانه شي چې د ملګرو له‌خوا یې ور پېژندل شوي دي.

که څه هم ایران ته د رسېدو پر لارې له یلدا سره نور ځوانان هم وو، خو دا چې هغې په یوازې توګه د دغه سفر موزې په پښو کړې وې، له ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده.

هغې د څو ورځو پرله‌پسې پلي تګ نه نیولې تر لوږې او تندې پورې، دا هر څه یوازې د ارامه او په خپله خوښه ژوند کولو لپاره تېر کړي دي.

یلدا په ډېرو ستونزو ایران ته رسېږي او له لنډې مودې دمې وروسته ترکیې ته روانېږي، هغه ځای چې په باور یې بشپړ امنیت لري.

که څه هم د یلدا قسمت هغه ترکیې ته ورسوله، خو اوس د ژوند له لوړو او ژورو سره مبارزه کوي او یوازې‌توب او بې‌کاري یې ځوروي او په خپل هېواد پسې خپه ده.

یلدا وايي، تل یې د خپلې فردي خپلواکۍ په اړه فکر کړی او د نامنظمې کډوالۍ له لوړو او ژورو د ډکو لارو له تېرولو وروسته د ترکیې خوندي پناه‌ځایونو ته رسېدلې، خو څلور کاله کېږي چې په دغه هېواد کې په کار پیسې ګرځي.

د کډوالو د مالوماتي مرکز سلاکاره فرېحه جبارخېله د مېرمنو کډوالۍ په اړه سلام‌وطندار ته وايي، ناامني او بې‌کاري یوازیني لاملونه نه دي چې مېرمنې له هېواده بهر تلو ته اړ کوي، بلکې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، تبعیض او د هغوی په زوره ودول هم له هېواده د مېرمنو د کډه کېدو لاملونه دي.

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار سید عبدالباسط انصاري سلام‌وطندار ته ویلي، دغه وزارت هڅه کوي، څو هغه افغانان چې د سیمې هېوادونو کې په بد وضعیت کې ژوند کوي، مدیریت کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، همدا اوس څه باندې ۶ سوه زره افغانان د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د کډوالو او بېرته راتسنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، شاوخوا ۲۵۰ زره افغانانو اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په موخه خپل هېواد پرېښی چې ځینې یې خپلې موخې ته رسېدلي او یو شمېر یې هم په ترکیې او یونان کې اوسېږي.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام