Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاریس سنت‌جرمن د اتلولي جشن؛ سلګونه کسان نیول شوي

image-1780205829

د فرانسې د فوټبال کلب پاریس‌ سنت‌جرمن د اروپا اتلانو فوټبال لیګ تر ګټلو وروسته په پلازمېنه پاریس او د هېواد په نورو ښارونو کې زرګونه مینه‌وال سړکونو ته راووتل، خو د خوښۍ دا جشن په ځینو سیمو کې په تاوتریخوالي او ګډوډیو بدل شوی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، په ټول هېواد کې ۴۱۶ کسان نیول شوي چې له دې ډلې ۲۸۳ کسان یوازې په پاریس کې توقیف شوي دي.

چارواکي وايي، د امنیت د ټینګښت لپاره شاوخوا ۲۲زره پولیس ګومارل شوي وو چې ۸زره یې په پاریس کې ځای پر ځای شوي وو.

د راپورونو له مخې، اووه پولیس ټپیان شوي، شپږ موټر او دوه سوداګریز مرکزونه زیانمن شوي دي. همداراز د مینه‌والو یوې ډلې د پاریس کمربندي لویه لاره هم د لنډ وخت لپاره تړلې او اورلګیت توکي یې کارولي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز دغه تاوتریخوالی «په بشپړ ډول د نه منلو وړ» بللی او ویلي یې دي چې د ګډوډیو عاملین به له قانوني چلند سره مخ شي.

د پولیسو په وینا، نږدې ۲۰ زره کسان د شانزالیزې مشهور سړک ته راټول شوي وو.

چارواکو د احتمالي ګډوډیو د مخنیوي لپاره له لوبې وړاندې د ځینو هټیو مخته ولاړ وو، تېرکال هم د ورته جشنونو پرمهال ځینو ځوانانو هټۍ لوټ کړې وې او سلګونه کسان نیول شوي وو.

پولیسو ویلي، د شنبې شپې پرمهال یې، ۲۴ لمبې اچوونکي توکي او شاوخوا ۱۰۰ اورلوبې توکي ضبط کړي دي. همدارنګه د شانز الیزې سیمې ته نږدې د بس یو تم‌ځای هم ویجاړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام