
روزګان کې دوه کسان د وژنې او ځانوژنې په تور نیول شوي
د روزګان امنیتي چارواکي وایي، د چهارچینو ولسوالي او ترینکوټ ښار کې د کورني تاوتریخوالي دوه کسان نیول شوي دي.
په لومړۍ پېښه کې چې پرون شنبه له غرمې وروسته شوې، یو کس د خپلې مېرمنې د وژنې او د خپل ورور د ټپي کولو په تور نیول شوی دی.

