د پنجشېر چارواکي وایي، د لوی اختر ورځو پرمهال شاوخوا ۹۰زره کورنیو سیلانیانو دې ولایت ته د چکر لپاره ورغلي او د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې یې د اختر ورځې تېرې کړې دي.
د چارواکو په وینا، پنجشېر د خپلو شنو طبیعي منظرو، ښکلو درو، بهېدونکو سیندونو او تاریخي ارزښتونو له امله د هېواد له مهمو کورنیو سیاحتي مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
د پنجشېر د والي ویاند، سیفالدین لټون ویلي چې د اختر له لومړۍ ورځې تراوسه لسګونه زره سیلانیان دې ولایت ته ورغلي دي. نوموړي د امنیت ښهوالی او د اړوندو ادارو همغږي د سیلانیانو د زیاتوالي مهم عوامل بللي دي.
بلخوا، ځایي اوسېدونکي او هټۍوال د سیلانیانو له زیاتوالي هرکلی کوي او وایي چې دې چارې د سیمهییزو بازارونو په وده او د کورنیو محصولاتو په پلور کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.
چارواکي باور لري چې که په سیاحتي سکټور کې دوامداره پانګونه او ملاتړ وشي، پنجشېر کولای شي د افغانستان له مهمو سیاحتي مرکزونو څخه شي او د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.