باختر خبري اژانس نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې پنجشېر ولایت ته د کورني سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

باختر خبري اژانس د پنجشېر د اطلاعات او فرهنګ رییس نصر‌الله ملک‌زاده له قوله لیکلي چې د لوی اختر له پیل تراوسه دغه ولایت ته زرګونه کورني سیلانیان ورغلي او د پنجشېر له توریستي او طبیعي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پنجېشر د اطلاعات او فرهنګ رییس ویلي چې دغه ولایت کې امنیت ټينګ دی او له همدې امله د نورو ولایتونو ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د سیاحت او چکر لپاره دغه ولایت ته سفر کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د پکتیا او کونړ ولایتونو ځايي مسوولانو هم ویلي وو چې د اختر په شپو او ورځو کې دغه ولایت ته زرګونه سیلانیان ورغلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام