ارګ د هېواد پر ځوان خبريال یما سیاوش برید ترهګريز وباله او هغه يې وغانده. د ولسمشر وياند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې یما سياوش په تازهګۍ سره دولت کې کار پيل کړی و.
سپېدار هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ځوانانو وژل « نه بښونکی جنايت» بللی دی. د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله له کشفي او استخباراتي بنسټونو غوښتي چې د يادې پېښې عاملان پيدا کړي.
د سپېدار اعلاميه کې همداراز راغلي چې د خبريالانو په نښه کول د بيان د ازادۍ موخه ګرځول دي.
د ټولنيزو رسنيو کاروونکيو هم د يما سياوش وژنه د افغانستان د رسنيو کورنۍ ته لويه ضايعه ګڼلې او له دولته يې غوښتي چې د خبريالانو امنيت وساتي.
د يوه خصوصي ټلويزون پخوانی خبريال یما سیاوش نن سهار کابل کې د څلورم مکروريانو سيمه کې له خپلو دوه همکارانو سره په یوه چاودنه کې ووژل شو.
نوموړي په تازهګۍ سره په هند کې ماسټري بشپړه کړې وه.