Asset 1SWN

کابل کې ځانمرګی برید؛ کورنیو چارو وزارت: شپږ ملکیان وژل شوي

FsN80dSX0AAd14a

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل د دویمې امنیتي حوزې اړوند ملک اضغر څلور لارې کې د پولیسو چک‌پواینټ ته نږدې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له لوري په نښه او وژل شوی دی.

پېښه نن دوشنبه د وري اوومه له غرمې وروسته رامنځته شوې ده. یاده سیمه د بهرنیو چارو وزارت ته په څو قدمۍ کې پرته ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ویل کېږي چې بریدګر پورې د تړلو چاودېدونکو توکو د چاودنې په پایله کې شپږ ملکیان وژل شوي او د اسلامي امارت د درېوو سرتېرو په ګډون یو‌شمېر ملکیان ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې د پېښې په تړاو به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ هم پېښه تایید کړې او ویلي یې دې چې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي.

هغه ویلي، د بريدګر د وژل کېدو پايله کې هغه سره چاودېدونکو توکو هم چاودنه کړې چې له امله یې تر ۶ پورې ملکيان وژل شوي او یوشمیر ټپیان دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د یوه ځانمرګي برید له امله یو‌شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام