روغتیا وزارت: هر کال ۷۵ زره کسان پر نري رنځ اخته کېږي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې هر کال په ټول هېواد کې ۷۵ زره کسان پر نري رنځ ناروغي اخته کېږي او په روان کال کې یې کچه درې سلنه زیاته شوې ده.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي: «زموږ د شمېرو له مخې، پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر درې سلنه زیات شوی دی.

کابل ښاروالي: سږ کال به د پنځه میلیارډه افغانیو ۱۵۰ پروژې پلې کړو

د کابل ښاروالي مسوولانو نن (د وري میاشتې اوومه، د دوشنبې ورځ) په یوه خبري غونډه کې چې د دې ادارې د ۱۴۰۱ کال د لاسته‌راوړنو شریکولو په موخه جوړه شوې وه، وویل چې د ښاري زېربناوو جوړېدو، خلکو ته د ښاري خدمتونو وړاندې کولو، پلان‌جوړونې او ښاري پراختیا، کلتوري او ټولنیزو برخو او د عوایدو راټولولو برخه کې ښې لاسته‌راوړنې لري.

کابل کې ځانمرګی برید؛ کورنیو چارو وزارت: شپږ ملکیان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل د دویمې امنیتي حوزې اړوند ملک اضغر څلور لارې کې د پولیسو چک‌پواینټ ته نږدې موخې ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له لوري په نښه شوی او وژل شوی دی.

پېښه نن دوشنبه د وري اوومه له غرمې وروسته رامنځته شوې ده. یاده سیمه د بهرنیو چارو وزارت ته په څو قدمۍ کې پرته ده.

درېیمه شل اووره لوبه؛ ایا پاکستان به تش لاسونه کور ته ستنه شي؟

د پاکستان پر وړاندې په شل اووره نړیوالو لوبو کې د افغانستان د دوو پرله‌پسې بریاوو وروسته نن شپه دواړه لوبډلې وروسته شل اووره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

دایکندي کې ټرافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او اته ټپیان شوي

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

د دایکندي د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر نن دوشنبه د وري اوومه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي په «غاسور» کې د یوه ټونس ډوله موټر چپه‌کېدو له امله د ښځې په ګډون دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.