Asset 1SWN

روغتیا وزارت: هر کال ۷۵ زره کسان پر نري رنځ اخته کېږي

Sil-pkxtl0xeca53zubboomzt6b76qas4m98qh2w04cdjc

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې هر کال په ټول هېواد کې ۷۵ زره کسان پر نري رنځ ناروغي اخته کېږي او په روان کال کې یې کچه درې سلنه زیاته شوې ده.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي: «زموږ د شمېرو له مخې، پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر درې سلنه زیات شوی دی. ډېری دغه ناروغان ښځې دي چې نږدې ۵۶ سلنه جوړوي. د دې ناروغي د درملنې لپاره په ۳۴ ولایتونو کې د نري رنځ د تشخیص لپاره ۸۵۰ مرکزونه شته چې د ناروغانو درملنه کوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د افغان‌-‌جاپان روغتون مسوولان هم وايي چې د ورځې پر نري رنځ نږدې ۸۰ اخته کسان چې ډېری یې ښځې دي، د درملنې لپاره دغه روغتون ته ورځي.

د افغان‌-‌جاپان روغتون سرطبیب رحمت‌الله وزیري وايي: «په وروستۍ یوه میاشتې کې له بده مرغه دوه کسان چې یو یې نارینه او بل ښځینه و، په روغتون کې مړه شول. اوس د نري رنځ څانګه کې ۳۶ ناروغان بستر دي. کوم درمل چې دغو ناروغانو ته ورکول کېږي، دوه ډوله دي؛ یو یې د هغو ناروغانو لپاره دي چې شپږ میاشتې او بل ډول یې د هغو ناروغانو لپاره دي چې ۱۸ میاشتې یې درملنه کېږي. د دغو درملو بیه لوړه ده.»

په همدې حال کې پر نري رنځ یوشمېر اخته کسان چې له ولایتونو څخه د درملنې په موخه کابل ته راغلي، له حکومت څخه غواړي چې په ولایتونو کې دې د دې ناروغي درملنې ته اسانتیاوې برابرې کړي.

عارف چې ۴۰ کاله عمر لري او د غزني اوسېدونکی دی وايي، اووه میاشتې مخکې پر نري رنځ اخته شوی او یاد ولایت کې درملنې ته د نه لاسرسي له کبله اړ شوی چې کابل ته راشي.

هغه چې اوس په افغان‌-‌جاپان روغتون کې بستر دی، وايي: «هغه مهال چې کابل ته راغلم، زه یې دلته بستر کړم. دلته ښه امکانات دي، سبا او بېګاه درمل راکوي او پر خپل وخت مو ګوري. له ډاکټرانو خوښ یم او هیله لرم چې ټول ناروغان ښه شي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ډاکټران وايي چې نری رنځ د تنفسي سېسټم له لارې د یو ډول باکټریا د لېږد او د روغتیايي ټکو په پام کې نه نیولو له کبله په انسان کې پیدا کېږي. د افغان‌-‌جاپان روغتون یو ډاکټر محمدمنیر وايي: کله چې یو کس پر دې ناروغي اخته کېږي، سم نه تشخیص کېږي. دوی انټي‌بیوټیک کاروي چې نه پرې ښه کېږي. ناروغ باید مشخصې معاینې وکړي؛ که د معاینو پایله یې مثبته وي، له شپږ تر ۲۰ میاشتو پورې باید درملنه وکړي.»

د یادونې ده چې د افغان‌-‌جاپان روغتون افغانستان کې د درملنې یوازینی مرکز دی چې د پرمختللي نري رنځ د درملنې امکانات لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام