Asset 1SWN

بغلان کې چاودنې شپاړلس کسان ټپیان کړي

Baghlan

په بغلان کې ځايي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې څو شېبې وړاندې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې چاودنه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې د دې چاودنې د کره ځای، موخې او له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې درنه وه او ښايي مرګ‌ژوبله ولري.

په همدې حال کې د بغلان د ولایتي روغتون ډاکټران وايي چې تر اوسه د چاودنې له ځایه شپاړلس ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.  د ډاکټرانو په وینا، ور وړل شوي ټپیان ملکیان دي.

که څه هم تر اوسه د دې چاودنې څرنګوالي نه‌دی روښانه شوی، خو ټپیانو ویلي چې د لاسي بم د چاودنې غږ یې اورېدلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بغلان امنیتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي او نه هم کوم چا یه وسله‌والې ډلې یې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام