Asset 1SWN

جوزجان کې د لاسي بم چاودنه؛ دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي

ولسوالی-قوش_تپه-q4bcq82zpjmrmi4vm6c6lmdnb3gfd4cpczaflkr6vc

د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي وايي چې د دغه ولایت په قوش‌تپې ولسوالي کې د یوه لاسي بم په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، ماشومانو دغه بم موندلی و او لوبې یې پرې کولې چې چاودلی دی. د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند زیاتوي چې د دې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

په همدې حال کې د جوزجان یوشمېر قومي مشران او سپین‌ږیري وايي چې له جګړې را پاتې ناچاودي مهمات لا هم د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو پر وړاندې یو سخت ګواښ دی او په‌کار ده چې دې برخه کې لازم ګامونه اوچت شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې ناچاودې مرمۍ، بمونه او نور جګړه‌ییز مهمات د افغانانو، په تېره ماشومانو ژوند اخلي، بلکې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې چاودلي او ګڼ‌شمېر کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام