Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې چاودنه؛ د امنیې قومندان په ګډون درې کسان وژل شوي

1a24f4e6-2795-4293-9670-40fec513bbc9

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې نن سهار د بدخشان د امنیې قومندان ودانۍ ته څېرمه په یوه موټر کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوې چې مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

عبدالنافع ټکور ویلي چې په چاودنه کې د بدخشان د امنیه قومندان عبدالحق ابو عمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو بدخشان کې یوې محلي سرچینې بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې چاودنه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.

ټکور ټينګار کړی چې امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو څلور شکمن کسان نیولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. د کورنیو چارو وزارت بیا دغه برید د «افغانستان د خلکو د دښمنانو» کار بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام