Asset 1SWN

بلخ کې د خبریالانو پر غونډه چاودنه؛ ریچارډ بنټ: له افغان خبریالانو دې ملاتړ وشي

85999d3d-e0b7-4e3c-87a4-714b37aa866e-AP_Afghanistan3-q3e637j3rc9qq683dnnkhsin1xk6sshe40n7vloolk

بلخ کې د خبریالانو پر غونډې شوې چاودنې ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ د افغان خبریالانو د لا ملاتړ غوښتنه وکړه.

د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر شنبه شپه د کب ۲۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د مزارشریف ښار اړوند «تبیان» فرهنګي مرکز کې د خبریالانو پر غونډې شوې چاودنه افغانستان کې د بیان پر ازادۍ یو بل ګذار دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ریچارډ بنټ بلخ کې د خبریالانو پر غونډې د شوې چاودنې د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت دې چاودنه کې د یوه کس د وژنې او اتو نورو د ټپي‌کېدو خبر ورکړی دی. د خبریالانو ملاتړو بنسټونو هم دې چاودنه کې د ۱۵ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ټپي‌کېدل تایید کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د تبیان فرهنګي مرکز کې تېره ورځ داسې مهال چاودنه وشوه چې یاد مرکز کې د خبریالانو د ملي ورځې نمانځنې لپاره تیاری نیول شوی و.

یادې چاودنې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان‌ سره لرل. د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) په یوې خبرپاڼه کې د بلخ امنیتي مسوولان د خبریالانو په خوندیتوب کې پر ناغېړۍ تورن کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «پر خبریالانو برید دا ښيي چې افغانستان کې خبریالان خوندي نه دي او اړوند بنسټونه هم دې برخه کې لازمه پاملرنه نه کوي.»

نی همداراز د اسلامي امارت له محلي مسوولانو هم نیوکه کړې چې پر وخت معلومات نه ورکوي او په وینا یې، اطلاع رسونه کې ځنډ لامل کېږي چې د مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنې او ګومانونه زیات شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ملګروملتونو او د رسنیو او خبریالانو یو‌شمېر بنسټونو هم دې برید ته غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی. تراوسه د یادې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام