د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې پرون مازدیګر د «بره‌کي برک» ولسوالي په «نواباد» کلي کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

د لوګر د والي ویاند عمر منصور سلام‌وطندار ته ویلي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومانو د هاوان مرمۍ پر ناچاودې سرګلولې لوبې کولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

منصور زیاته کړه چې په دغه پېښه کې څلور ماشومان ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي. هغه وایي چې په ټپيانو کې د یوه ماشوم روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم د لوګر په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې د ناچاوده سرګلولو او تر ځمکې لاندې د خښ شویو ماینونو د چاودنو له امله خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام