د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د سنځل ګل دودېزې مشاعره کې د لوګر ولایت د لسګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینوالو په ګډون سیمه ییزو چارواکو هم ګډون کړی وو.

شاعرانو او لیکوالانو د شعر او کلتور په ژبه د سولې او ورورلۍ شعرونه زمزمه کړل او د جګړې له دواړو لورو یې وغوښتل چې په هېواد کې نوره جګړه بس کړي، سولې او دایمي اوربند ته کار وکړي.

شاعرانو وویل جګړې د افغانانو په ژوند خورا ناوړه اغېزې کړي دي او طالبانو ته پکاره ده چې نوره جګړه پای ته ورسوي او د امریکا په منځګړیتوب د سولې مذاکراتو کې ګډون وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس عبدالرحمن تسل وویل چې د سنځل ګل دودیزه او عنعنوي مشاعره کې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او ولسوالیو لسګونو شاعرانو لیکوالانو او فرهنګیانو ګډون کړی دی.

نوموړي زیاته کړه لوګر کې هر کال د سنځل ګل مشاعره د شاعرانو او لیکوالانو د مینې، یوالي او ورولۍ په موخه ترسره کېږي چې په کې د سولې او بېلابېلو موضوعاتو په اړه شعرونه او غزلونه وړاندې کېږي.

د لوګر ولایت شاعران او فرهنګیان هم خوښ دي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د سنځل ګل پنځلسمه مشاعره جوړه شوه او په کې لسګونو شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی وو.

په دې دودیزه مشاعره کې شاعران وایي چې سږ کال د سنځل ګل دودیزه مشاعره د تېرو کالونو په پرتله کمرنګه وه، ځکه چې د دغه ولایت د مرکز پل علم او ولسوالیو شاعرانو د ناامنیو له امله ګډون ونه کړ.



لوګرکې هر کال د سنځل ګل دودیزه او عنعنوي مشاعره او مېله د سنځلې ګل له سپړېدو سره سمه ترسره کېږي چې د لوګر ولایت سربېره د افغانستان د ګڼو ولایتونو شاعران او فرهنګیان په کې ګډون کوي، خو سږ کال دغه مشاعره کې یوازې د پل علم ښار او یو‌شمېر ولسوالیو شاعرانو ګډون وکړ او د نورو ولایتونو او لرو پرتو ولسوالیو شاعرانو د ناامنیو له امله په دغه جوړه شوې مشاعره کې ګډون ونه کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام