Asset 1SWN

روغتیا وزارت: میندې دې تر دوو کلونو ماشوم ته خپلې شیدې ورکړي

f55be4d9-cd5f-426d-bd38-c4f0c93debb9_16x9_1200x676

د عامې روغتیا وزارت نن د مور په شیدو د تغذیې نړیواله اوونۍ ونمانځله. د دغه وزارت مسوولانو په دې اړه جوړه شوې غونډه کې له ټولو میندو وغوښتل چې خپل نوي زېږېدلي ماشومان تر دوو کلونو پورې په خپلو شیو تغذیه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال حبیب‌الله اخوندزاده وویل، هڅه کوي میندي وهڅوي چې خپلو ماشومانو ته د نورو پوډري شیدو پر ځای، خپلې شیدې ورکړي.

په همدې حال کې یوشمېر ډاکټرانو په په دې غونډې کې وویل چې تر دوو کلونو پورې ماشوم ته د مور شیدو ورکول د هغه د وجود دفاعي سېسټم پیاوړی کوي او د عمر په اوږدو کې له بېلابېلو ناروغیو هم ژغورل کېږي.

بله‌خوا د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس حیدرخان حیدر وايي، ماشوم ته د مور شیدو ورکول د نورو ګټو تر څنګ، د ماشومانو د مړینې کچه هم را کموي.

د هغه په خبره، که ماشوم ته د مور شیدې ور نه‌‌کړل شي، نه یوازې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي، بلکې د مړینې لامل یې هم کېږي. نوموړی زیاتوي: «میندې دې د ماشوم د زېږېدو په لومړیو شپږو میاشتو کې خپلې شیدې ورکړي. دا یې د مړینې ګواښ را کموي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د اګېسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ هر کال د مور په شیدو د تغذیې اوونۍ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي چې موخه یې د مور په شیدو د ماشوم تغذیه او دغه کار ته د میندو هڅول دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام