Asset 1SWN

د مور په شیدو د ماشوم‌تغذیې اوونۍ؛ «درې میلیونه مېندو ته پوهاوی ورکړل شوی»

a (4)

ماشوم ته د مور د شیدو ورکړې نړیوالې اوونۍ پیل سره هم‌مهاله د عامې روغتیا وزارت د تغذیې ریاست مسوولان وايي چې تېر یوه کال کې یې ماشوم ته د مور شیدو ورکړې په اړه درې میلیونه مېندو ته عامه پوهاوی ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د اګست میاشتې لومړۍ اوونۍ ماشومانو ته د مور شیدو ورکړې په اړه د عامه پوهاوي کمپایونونو ته ځانګړې کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت د عامه تغذیې ریاست سرپرست محمدحامد وزیر وايي چې ماشومانو ته د مور شیدو ورکړې او تغذیې په اړه یې درې میلیونه مېندو ته عامه پوهاوی ورکړی او ترڅنګ یو میلیونو مېرمنو باندې د تقویې خواړه هم وېشلې دي.

نوموړي وویل: «تېر کال مو د مور په شیدو سره د ماشوم تغذیې په اړه کلینیکونو کې درې میلیونه مېندو ته عامه پوهاوی ورکړی، یوازې مو پر دیوالونو د انځورګرۍ او رسامۍ له لارې ۱۷۵ موارده عامه پوهاوی ورکړی دی.»

د وزیر په وینا، هوډ لري چې راتلونکې کال کې هم خپلې تقویتي او د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر کړي.

په ورته مهال یو‌شمېر هغه مېرمنې چې خپلو ماشومانو ته یې وچې شیدې ورکړي، وايي چې ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

کاینات چې د دوو غبرګو ماشومان مور ده، وايي، له دې امله چې شیدې یې کمې وي، خپلو ماشومانو ته یې وچې یا پوډري شیدې ورکړې دي.

نوموړې وویل: «ماشومانو ته مې پوډري شیدې ورکولې، شیدې مې کمې وې، دواړه یې پر خوارځواکۍ اخته شوي، خپل ځان مې تغذیه نشو کړای، ځکه اقتصادي وضعیت مې خراب وو.»

په همدې حال کې نجیبه هم چې خپلو ماشومانو ته وچې شیدې ورکوي، اوس یې ماشومان د ناسمي تغذیې له امله پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

نوموړي وویل: «پوهېدم چې د مور شیدې ګټې لري، خو ماشوم مې درې میاشتنی دی او شیدې نه‌خوري، پر اسهال اخته شوی او خوا ګرځوي، ټول ماشومان مې همداسې په وچو شیدو لوی کړي دي.»

کابل کې د ماشوم روغتیا روغتون داخله متخصص احمدشېرزاد هم وايي، هغه ماشومان چې وچې شیدې ورکول کېږي د بدن معافیت یې کمزوری کېږي.

نوموړي وویل: «د مور شیدې باید پر ماشوم بندې نه‌شي، د مور شیدو سره ډېرې ناروغۍ له‌منځه ځي، هر ډول ویټامین لري او پوډري شیدې ماشوم پر خوارځواکۍ اخته کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده هغه میندې چې کافي شیدې نه‌لري خپلو ماشومانو ته وچې شیدې ورکوي چې له کبله یې پر خوارځواکۍ اخته کېږي. د ځینو راپورونو  پربنسټ، څه وخت وړاندې هم افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته مېندو د شمېر زیاتېدو خبر ورکړل شوی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام