کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د علمي شورا مسوول ډاکټر سورګل نوزادي وايي چې په تېرو ۳میاشتو کې یاد روغتون ته پر خوارځواکۍ اخته ۸۰۲ ناروغان ور وړل شوي چې له ډلې یې ۳۲ ناروغان مړه شوې دي.

نوزادي وویل چې تېر ته په پرتله په دې وروستیو درېوو میاشتو کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د هغه په وینا، پر خوارځواکۍ زیاتره اخته کوچنيان هم د غريبو کورنيو دي چې په ښه توګه خواړه او يا نور اړين توکي نه ور رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «تېرو دريو مياشتو کي سویه تغذي ماشومان ۸۰۲ نفره ثبت شوي چي په ۸۰۲ نفرو کي ۵۱۸ نفره روغ شوي، ۸۱ نفره په خپله خوښه له روغتونه تللي، ۱۳۷ نفره موږ نورو روغتونونو ته لېږدولي او ۳۲ نور وفات شوي دي.»

په ورته مهال د ميرويس حوزي روغتون مسوولان زیاتوي چې د دغه روغتون د خوارځواکۍ ناروغانو په واټ کي د ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ، د ناروغانو د درملنې لپاره د بسترونو نه‌شتون سره هم مخ دي.

د ميرويس حوزوي روغتون د علمي شورا مسوول ډاکټر سورګل نوزادي د اسلامي امارت له مسوولانو څخه غوښتنه کوي چې د دوی دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په ورته مهال نوزادي د مور د شیدو پر ځای ماشوم ته بازاري او پوډري شيدې ورکول او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه یادوي چې له امله یې ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي.

تر دې وړاندې د ملګروملتونو سازمان خبرداری ورکړی و، که د افغان ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ مخه ونه نیول شي، نږدې یو میلیون ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې په لوړېدو سره ګڼ‌شمېر خلک د اړتیا وړ خوراکي توکو د اخیستو توان نه‌لري چې را روان ژمي کې د انساني ناورین رامنځته کېدو وېره یې هم زیاته ته کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام