د کندهار او روزګان اوسېدونکو له کلونو راهیسې د روزګان‌-کندهار لویې لارې چې ۱۷۳ کیلومټره ده، د رغولو لپاره له حکومتونو غوښتي چې یاده لاره ورته ورغوي، خو چا یې غږ نه‌دی اورېدلی.

تازه روزګانیانو د یوه سوداګر بورجان ذهين په مشري را ټول شوي، پیسې یې را غونډې کړي او هڅه کوي تر ژمي مخکې یاده لاره د موټرو تګ‌راتګ ته چمتو کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بورجان ذهین وايي، په پام کې لري چې لومړی پر شل کیلومټره سړک جغل واچوي او بیا یې تر پاخه سړکه ورسوي. د هغه په وینا، له چا یې مرسته نه‌ده غوښتې، خو خلک خپله د دغه سړک جوړولو لپاره همکاري کوي. نوموړی پر محلي چارواکو غږ کوي چې دا غوښتنه یې د حکومت تر مرکزي ادارې ورسوي، څو یاد سړک ورته په بنسټیز ډول ورغوي.

د روزګان مدني فعالانو که څه هم سلام‌وطندار سره خبرو کې د خلکو له لوري د دې لویې لارې د جوړولو هرکلی کوي، خو دې برخه کې د حکومتونو پر توپیري چلن نیوکې کوي.

مدني فعالان حاجي میرویس او سیداحمد سېلاب وايي، د روزګان‌-‌کندهار لویه لاره ډېره ویجاړه شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دوی په وینا، په تېرو شلو کلونو کې روزګان ته لازم پام نه‌دی شوی او له کندهاره دغه ولایت ته غځېدلې لویه لاره یې ښه بېلګه ده چې خلک یې اړ کړل، څو یې د رغولو لپاره خپله مټې را بډوهي.

بله‌خوا د کندهار-‌روزګان لویې لارې یوشمېر موټرچلوونکي وايي چې د یادې لارې د خرابوالي له امله یې د مسافرو کرایې لوړې کړي او ورسره په روزګان کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې دي.

د دې لویې لارې موټرچلوونکي محمدعظیم او ګل‌اغا وايي، په نورو ولایتونو کې ولسوالیو او ان کلیو ته سړکونه پاخه شوي، خو تراوسه د روزګان‌-‌کندهار لویه لاره کنډوکپره پرته ده.

دوی له روزګانیانو خوښ دي چې د یادې لارې رغولو ته یې لستوڼي را بډوهلي او په خپل لګښت یې رغوي. دغه موټرچلوونکي له حکومت څخه هم غواړي چې ژرترژره د روزګانیانو غږ واوري او لویه لاره یې په بنسټیز ډول ورته ورغوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د روزګان د اطلاعاتو او کلتور ریيس اغاولي قريشي سلام‌وطندار ته وويل چې ډېر ژر به د دې لویې ‌لارې د رغولو چارې پیل شي. نوموړی هم پر شتمنو او سوداګرو غږ کوي چې د یادې لارې د رغولو لپاره ورسره مرسته وکړي.

د یادونې ده چې د روزګان‌-‌کندهار لویه لاره یوازینۍ لاره ده چې د دغه ولایت اوسېدونکي پرې تګ‌راتګ کوي او له همدې لارې خپل محصولات تر بازاره او د اړتیا وړ توکي هم تر کوره رسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام