وچکالۍ په کندهار کې د نورو زیانونو تر څنګ، د کبانو روزنې صنعت هم زیانمن کړی او په تېرو څو کلونو کې د ۵۴۸ فارمونو په تړل‌ کېدو سره د کبانو د روزنې فارمونو شمېر له ۱۷۰۰ څخه ۱۱۵۲ ته را ښکته شوی دی. خو اوس د «DI – AVCI» په نوم يوې موسسې په کندهار کې د کبانو د روزنې فارمونو زیاتولو هڅې پیل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د مالدارۍ امر محمدحامد سلام‌وطندار ته ویلي چې يادې موسسې سلګونه کورنيو ته د کبانو روزنې په برخه کې روزنه ورکړې او د یو میليون افغانیو په مالي لګښت یې د ۳۰ فارمونو له خاوندانو سره د کبانو د تغذیې وسایلو مرسته هم کړې ده. د نوموړي په وینا، دغه نوي ماشینونه کولای شي چې د کبانو خواړه خپله جوړ او برابر کړي.

هغه زیاتوي: «کندهار کې د کبانو فارمونو کاروبار یو څه کمزوری شوی. موږ هڅې پیل کړي چي د همکارو موسسو په مرسته فارم‌لرونکي وروزو، څو کندهار د کبانو په برخه کي پر ځان بسیا شي.»

په همدې حال کې د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وايي، اړتيا ده چې د کبانو د روزنې په برخه کې لا ډېر وروزل شي او د تېر په څېر یې په راتلونکي کې د کبانو د روزنې فارمونه له منځه ولاړ نه‌شي. د کندهار اوسېدونکو محمدابراهيم او قيام‌الدين رحماني سلام‌وطندار ته ویلي:

«دغه سیمینار د کبانو په اړه موږ ته ډېر څه را زده کړل. په پای کې موږ ته د نوې ټکنالوجي ماشينونه راکول کېږي چې بیا د دغو ماشينونو په وسیله خوراکي ټوټه ټوټه کېږي او موږ یې کبانو ته اچوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

«دغه سمینار چي د کبانو په اړه و، ډېر ګټور و. موږ ډېرې ستونزې لرو؛ اقتصادي ستونزې دي، بازارموندنه نشته، د روزنې په برخه کې ستونزې لرو. د کبانو د خوړو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ يوو. باید له موږ سره په دغو ټولو برخو کې مرسته وشي.»

د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، شاوخوا درې کاله وړاندې په دغه ولایت کې د کبانو د فارمونو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو و او شمېر یې تر ۱۷۰۰ رسېدلی و، خو تېرو جګړو او پرله‌پسې وچکالیو د نورو زیانونو تر څنګ، د کبانو فارمونو ته هم سخت زیان رسولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام