Asset 1SWN

کندهار کې د وزیرانو شورا دوه‌ورځنۍ غونډه؛ پر کورنۍ پالیسي خبرې اترې شوي

kandahar-1122-pup5vy73iisvkp4e6ftkozf2dmp77w80owfiyws5mw

د ا.ا د مشر هبت‌.‌الله اخوند‌.زاده په مشري د وزیرانو شورا دوه‌ورځنۍ غونډه په کندهار کې جوړه شوه. دا غونډه د لړم په دېرشمه، د دوشنبې ورځ او د لېندۍ په لومړۍ یا د سه‌شنبې په ورځ د سرپرست حکومت د کابینې د غړیو په ګډون جوړه شوې وه چې د ا.ا پر کورنۍ پالیسي په‌کې خبرې اترې شوې دي.

له خلکو سره د ا.ا چلن، د دولتي ادارو له لوري د خدمتونو وړاندې کېدل، له پاکستان څخه د راګرځېدلیو افغان کډوالو د ستونزو حل، ایران ته د ا.ا د اقتصادي پلاوي د جزیاتو وړاندې کېدل او پرې بحث او له نړېوالې ټولنې، په تېره ګاونډیانو سره د سرپرست حکومت د اړیکو جوړېدل د دې غونډې تر ټولو مهم موضوعات وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې د حکومتولۍ ښه کېدو په موخه مسوولانو ته ځینې سپارښتنې هم کړې دي.

له نورو هېوادونو، په تېره له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو جوړېدل بله هغه موضوع وه چې په دې ناسته کې پرې خبرې اترې شوي؛ هغه اړیکې چې د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو سره یې لا هم رسمي بڼه نه‌ده غوره کړې او هېڅ هېواد یې تراوسه په رسمیت پېژندلو ته زړه نه‌دی ښه کړی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج بیا په کندهار کې د وزیرانو شورا د غونډې ارزښت په اړه وايي: «کومه منځپانګه چې له دې ناستې راوتلې، ښه غونډه وه، خو دا چې د ټیټ‌پوړو چارواکو له‌خوا دغه موارد څومره په پام کې نیول کېږي او په اړه یې اجراات کېږي، یوه مهمه مسله ده چې وروسته به پرې بحث وشي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سیاسي چارو یو بل شنونکی محمود اضطرابي بیا ټینګار کوي چې له اوسني ناورین څخه د افغانستان وتل په ورته غونډو کې بحثونو ته اړتیا لري او په‌کار ده چې سرپرست حکومت یې په اړه ګامونه اوچت کړي.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت مشر چې تر اوسه یې هېڅ تازه تصویر نه‌دی خپور شوی، واک ته د ا.ا له رسېدو راهیسې په کندهار کې دی او له دغه ولایت څخه د حکومتولۍ چارې پر مخ بیايي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام