Asset 1SWN

کندهار کې موټربم برید؛ ۳ کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي

KDR 01

په کندهار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم او غږ يې خپور شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار د دغه ولایت پر یوولسمې امنیتي حوزې موټربم برید شوی دی.

د سرچینې په وینا، په دغه موټربم برید کې درې پولیس وژل شوي او ۱۱ پولیس او ۴ ملکیان ټپیان دي.

یوه بله امنیتي سرچینه وايي، د حوزې ډېره برخه ویجاړه شوې او ۷ پولیس په‌کې ټپيان دي.

خو د کندهار د والي ویاند بهیراحمد احمدي د پېښې د پخلي ترڅنګ وايي، په دغه موټربم برید کې یوازي ۶ پولیس برسېرن ټپیان دي.

بله‌خوا د کندهار روغتیايي چارواکو ویلي، تر اوسه ۱۷ ټپیان چې څلور یې ملکي وګړي دي، د دغه ولایت روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند هم پېښه مني، خو په اړه یې نور جزیات نه ورکوي.

عیني شاهدان وايي، چاودنه زوروره وه او تر ډېرو سیمو پورې یې نه یوازې غږ اورېدلی، بلکې د خلکو د کورونو او دفترونو ښيښې یې هم ماتې کړې دي.

یوشمیر کسان د کورونو او هټیو ماتو ښيښو ټپیان کړي، خو دا چي سیمه د پولیسو له خوا کلابنده ده، کره شمېر یې نه دی په ډاګه شوی.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

یوولسمه امنیتي حوزه د دویمې عینو مېنې پر ۳۱م سړک پرته ده.

عینو مېنه د کندهار تر ټولو امن سیمه ده چې د ډېری چارواکو کورونه هم په یاده سیمه کې دي.

کلیدواژه‌ها: //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام